د طالبانو د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د جلال اباد په ګډون د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلو ګرامه انساني وېښتیان نیولي او نن یې ټول سوځولي دي.
د طالبانو په وینا، سوځول شوي انساني ویښتان له هېواده بهر قاچاق کېدل.
د طالبانو د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نن یکشنبه، د تلې ۱۳مه، وویل، چې د انساني وېښتانو د قاچاق په تور ګڼ شمیر کسان هم نیول شوي دي.
طالبان د انساني ويښتانو د قاچاق مخنيوي هدف د بشر کرامت او د اخلاقي او اسلامي ارزښتونو ساتل بولي.
له دې وړاندې د نیمروز ولایت د طالبانو سیمهییزو چارواکو ویلي و، چې په دغه ولایت کې یې ۵۰۸ کیلوګرامه انساني ویښتان سوځولي دي.
افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د سیمهییزو سرچینو رسېدلي راپورونه څرګندوي، چې په هېواد کې یو شمېر کسان انساني په ځانګړې توګه د ښځینهوو ویښتان پېري او له هغه وروسته یې پاکستان ته صادروي.
پاکستان دغه وېښتان په عمده ډول د چين په څېر هېوادونو ته صادروي او هغوی بیا د مصنوعي ویښتانو او ویښتینو خولیو په جوړولو کې ترې کار اخلي.