د ایران د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ایران ته د ۴۰ زره افغانانو د «ناقانونه داخلېدو» مخه نیول شوې ده، چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره ډېر دی.
سردار مجید شجاع د یکشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۳مه، د پولیسو د اونۍ په مناسبت د خبري ناستې پر مهال وویل، چې دغه کسان د ولایت سرحدونو ته د داخلېدو پر مهال ونیول شول او بېرته خپل هېواد ته واستول شول.
هغه زیاته کړه: « له ۱۴۰۰کال نه تر ۱۴۰۴لمریز کال پورې هر کال د سرحدي سرغړوونکو نیول په تدریجي ډول راکم شوي وو، خو دا لړۍ د روان کال په لومړۍ نیمايي کې لوړه شوې ده».
د نوموړي په وینا، ښايي د افغان ناقانونه کډوالو د داخلېدو د زیاتوالي یو لامل دا وي، چې په تېرو میاشتو کې ډېری افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د افغان کډوالو د اېستلو یوه بیړنۍ څپه پیل کړه، خو د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو له نیوکو سره سره یې لاهم دې لړۍ ته ادامه ور کړې ده.
د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان وویل چې د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې د نیول شویو ناقانونه افغان کډوالو شمېر ۱۹ زره تنه و، خو د روان کال په لومړۍ نیمايي کې دا شمېر له ۴۰ زره کسانو زیات شوی دی.
سردار شجاع د ایران حکومت «د ناقانونه افغان اتباعو د ستنېدو ملي طرحې» ته په اشارې سره زیاته کړه چې شاوخوا ۷۰ سلنه ناقانونه افغانان د دوغارون له پولو افغانستان ته استول شوي دي او د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه یو میلیون ناقانونه افغان کډوال له همدې لارې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
ددغه ایراني چارواکي په وینا، د افغان وګړو د بېرته ستنېدو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله درې برابره شوی دی. د ایرنا د رپوټ له مخې، سربېره پر دې، نیم میلیون افغان مسافر هم په قانوني ډول او د معتبرو اسنادو له مخې له ایران څخه افغانستان ته تللي دي.