طالبانو د شيخ زايد پوهنتون اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اقامې تشریح پیل کړې

۳ ساعتونه مخکې

په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو دفتر وايي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په امر یې خپلو اداري کارکوونکو ته «د لمانځه د اقامې فرمان تشریح» پیل کړې ده.

یاده اداره وايي، په پلان کې ده چې په راتلونکي کې د شیخ زاید پوهنتون استادانو او محصلانو ته هم تشریح شي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ‏نشراتو او عامه اړیکو امریت نن د یکشنبې په ورځ، د تلې ۱۳مه، په خپل اېکس کې لیکلی، چې تېره ورځ د طالبانو د دعوت او ارشاد امریت مسوولینو د شيخ زايد پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ‏لمانځه د اقامې فرمان تشریح لړۍ پیل کړې ده.

تېر کال د طالبانو مشر ملاهبت الله په یوه فرمان کې ویلي، چې د جماعت د لمانځه تارک له حنفي فقهې سره سم په مناسب شکل تعزیر کړي.

دغه راز دې فرمان کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مکلف بلل شوی، چې د لمانځه د اقامې په تړاو فرمان کې ذکر شوې ضمیمې خلکو ته په مکرر ډول بیان کړي.

د ملاهبت الله د فرمان په ضمیمو کې په سمه طریقه د لمانځه د ادا کولو په هکله خلکو ته لازمې توصیې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو