په فراه کې د یوه پخواني افغان نظامي جسد موندل شوی

۳ ساعتونه مخکې

د دریو میاشتو او شلو ورځو له ورکیدو وروسته د یوه پخواني افغان پولیس افسر جسد د فراه په ښار کې موندل شوی دی.

د وژل شوي پخواني افغان نظامي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ګل احمد د طالبانو د استخباراتي کارتونو لرونکو کسانو له خوا له خپل کوره تښتول شوی و.

د وژل شوي پخواني نظامي کورنۍ نن یکشنبه، د تلې ۱۳مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې درې وسله والو کسانو چې د طالبانو استخباراتو کارتونه یې درلودل، پخوانی نظامي ګل احمد د فراه ولایت د مرکز له ننګ اب کلي څخه وړی و.

دوی زیاتوي شاوخوا درې میاشتې یې د ګل احمد په اړه کورنۍ معلومات نه لرل او ورک و.

ګل احمد د پخواني جمهوري حکومت پرمهال د فراه ولایت په ملي پولیسو کې دنده ترسره کړې وه.

د نوموړي د ورور امیر ارسلان په وینا، د هغه جسد د طالبانو له اوږدې پلټنې وروسته وموندل شو.

امیر ارسلان افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د هغه ورور د جمهوریت په پرمهال تسلیم شوی و، خپلې وسلې یې طالبانو ته سپارلې وې او د بښنې کارت یې ترلاسه کړی و. یاد پخوانی حکومتي سرتېری پخوا څو ځله د کار لپاره ایران ته تللی و او د روژې په میاشت کې افغانستان ته راستون شوی و.

نوموړی زیاتوي، چې د وژل شوي ورور جسد یې د طالبانو استخباراتو ادارې ورسپارلی دی.

دغه پخوانی نظامي پنځه ماشومان، درې زامن او دوه لوڼې لري. د هغه کورنۍ له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې د نوموړي د مړینې په اړه تحقیقات وکړي.

طالبانو تراوسه د تورنو کسانو د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د طالبانو په روانه واکمنۍ کې د تېر جمهوري حکومت د نظاميانو د نیولو او زنداني کولو راپورونه په پرله پسې ډول خپریږي.

که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت‌الله خپلو مخالفانو ته ټول‌بښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخته د پخواني نظام کارکوونکي په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

نور خبرونه

رادیو