پاکستان امریکا ته د تګ په تمه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي دي

۴ ساعتونه مخکې

پاکستان په وروستیو میاشتو کې یو شمېر هغه افغان کډوال، چې امریکا کې د بیا مېشتیدنې په نوملړ کې شامل وو، افغانستان ته ستانه کړي دي. افغان کډوالو واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې پاکستاني چارواکي په امریکا کې د افغان کډوالو پر بیا میشتېدو بې باوره دي.

د ډونالډ ټرمپ له خوا، د کډوالو د بیا مېشتونې پروګرام له ځنډولو وروسته زرګونه هغه افغانان بې برخلیکه پاتې شوي، چې په امریکا کې د بیا مشتېدو لپاره منل شوي وو.

پاکستان د افغان کډوالو د شړلو په نوي بهیر کې زرګونه کسان افغانستان ته ستانه کړي دي او په دې ډله کې یو شمېر هغه افغان کډوال هم شامل دي، چې د اروپايي هېوادونو ترڅنګ امریکا ته د تګ په تمه وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې واشنګټن پوسټ ته منلي، چې امریکا ته د تګ په تمه یو شمېر افغان کډوال د پولیسو د ځینو تېروتنو په لړ کې بېرته افغانستان ته استول شوي، خو د یادو کسانو شمېر ډېر نه و.

۲۸ کلنه مرسل له خپلې کورنۍ سره د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا ته د تګ په موخه پاکستان ته لاړه، خو د روان کال په جولای میاشت کې په داسې حال کې چې په امریکا کې یې د بیا مېشتېدو قضیه روانه وه، بېرته افغانستان ته شړل شوې ده.

نوموړې اوس په افغانستان کې له طالبانو او خپلو خپلوانو څخه په پټه ژوند کوي.

نوموړې واشنګټن پوسټ ته ویلي:«ټول پوهیږي چې موږ له امریکایانو سره کار کړی دی، موږ اوس ویریږو چې که څوک د طالبانو استخباراتو ته زموږ په اړه معلومات ورکړي، نو له موږ سره به څه وشي.»

په ورته وخت کې د تیمور په نوم یو بل پخواني قراردادي، چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی، واشنګټن پوسټ ته ویلي:«دا ګډوډي ټرمپ رامنځته کړه. موږ له طالبانو تېښتې ته اړ شوو، خو اوس بېرته د هغوی لاس ته ولوېدو.»

بل خوا د افغان اېواک مشر شاون وان ډایفر واشنګټن پوسټ ته ویلي:«موږ د امریکا له حکومت څخه اوس څه نه دي اورېدلي. په حقیقت سره هغوی ته دا موضوع اوس هېڅ مهمه نه ښکاري.»

که څه هم طالبان ادعا کوي چې د عمومي بښنې په چوکاټ کې هېڅوک له ګواښ سره مخ نه دي، خو ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي، هغه افغانان چې له ګاونډیو هېوادونه بېرته افغانستان ته ستانه شوي«د ربړونې، ناسم چلند، بې دلیله نېونو په ګډون له سختو بشري سرغړونو سره مخ دي».

د امریکا بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼې د یادو نیونو په اړه تبصره نه ده کړې.

نور خبرونه

رادیو