سرچینې: ایران، چین، روسیه او پاکستان سبا په مسکو کې د بګرام په اړه بحث کوي

۳ ساعتونه مخکې

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د څلورو هیوادونو، ایران، روسیې، چین او پاکستان استازي به سبا د اکتوبر پر شپږمه په مسکو کې د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړي.

په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ پوځي اډې د جوړولو مخالفت د غونډې یو مهم بحث ګڼل کیږي.

د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې به د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، د افغانستان لپاره د ایران استازی رضا بهرامي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو ژاوینګ او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت استازی ګډون وکړي.

سرچینو وویل، چې په دې غونډه کې به د بحث اصلي موضوعات په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ پوځي اډې د جوړولو مخالفت، د طالبانو د چارواکو لپاره د سفر د معافیت موضوع څېړل، د یو ټول شموله ملي حکومت د جوړولو په اړه بحث او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول شامل وي.

په ورته وخت کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د «مسکو فارمیټ» غونډه به له دې ناستې یوه ورځ وروسته د سیمې د څو هیوادونو د استازو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ګډون ترسره شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به سبا دوشنبه، روسیې ته سفر وکړي، چې د مسکو فارمټ غونډه کې برخه واخلي.

دغه دواړې غونډې په داسې وخت کې کیږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې بګرام پوځي اډې ته د امریکایي ځواکونو د بېرته ستنیدو غوښتنه کړې ده.

روسیې، ایران او چین لا دمخه د ټرمپ له پلان سره مخالفت څرګند کړی خو پاکستان تر دې دمه له دې مسالې سره په احتیاط چلند کړی دی.

نور خبرونه

رادیو