د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ «اکسیوس» خبري وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې هغه د جمعې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلیفوني خبرې کړې دي او نتنیاهو «په حیرانوونکي ډول» د ټرمپ لهخوا د جګړې د پای ته رسولو د طرحې په اړه د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده.
ټرمپ دغه راز دې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې حماس هم له دې هوکړې څخه ملاتړ کوي.
د اکسیوس په راپور کې ویل شوي، د ټرمپ سلاکارانو مخکې له اړېکې څخه هغه ته ویلي و، چې نتنیاهو د دې وړاندیز په اړه شکمن دی؛ خو کله چې تماس ونیول شو نتنیاهو هوکړه وکړه، چې مخ پروړاندې لاړ شي.
ټرمپ اکسیوس ته وویل: «د زموږ د طرحې هرکلی وشو. د نړۍ ټول هېوادونه ورسره موافق وو. نتنیاهو هم موافق دی. حماس ډېر مخکې راغلی. هغوی غواړي دا کار ترسره کړي. اوس باید دا نهایی کړو.»
هغه زیاته کړه: «ما نتنیاهو ته وویل، دا ستا د بریا فرصت دی. هغه موافقه وکړه. هغه باید موافقه وکړي. بله چاره نه لري. له ما سره باید موافقه وکړي.»
ټرمپ د خپلو خبرو پرمهال ویلي: «نتنیاهو ډېر مخکې ولاړ او اسراییل د نړۍ له ډېرو ملاتړونو بې برخې شو.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې ټول ملاتړ به بېرته ورکړم.
ټرمپ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د اسراییل منتقد دی، د حماس د پلان ملاتړ کولو کې «ډېر ګټور» وباله او زیاته یې کړه: «اردوغان ډېره مرسته وکړه. هغه یو سخت شخصیت لري، خو زما ملګری دی او ډېر ښه و.»
یوه امریکايي چارواکي اکسیوس ته ویلي، ټرمپ اردوغان ته ویلي و: «ما درته ډېر کارونه کړي، اوس زه اړتیا لرم چې ته دا کار راته ترسره کړې.»