د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې په ماښام وویل، چې هېواد یې د یوې لویې لاسته راوړنې په درشل کې دی، خو دا لا وروستۍ شوې نه ده او دوی پرې سخت کار کوي.
نتنیاهو هیله څرګنده کړه، چې د اسراییل د راتلونکو رخصتیو په جریان کې به وکولی شي اعلان وکړي چې ټول یرغمل په یوه مرحله کې راخوشې شوي.
هغه زياته کړې: «د اسراییل دفاعي ځواکونه لاهم د غزې په ژورو سیمو کې حضور لري.»
نوموړي په لوړپوړو چارواکو سختې نیوکې وکړې، چې باور یې درلود د غزې له بشپړ پرېښودو پرته د ټولو یرغمل شویو کسانو خوشې کېدل ناممکن دي.
نتنیاهو وویل، تر دې دمه اسراییل ۲۰۷ برمته شوي کسان خوشې کړي دي.
هغه زیاته کړه: «خو ما هېڅکله له پاتې برمته شویو کسانو څخه ناامیدي نه ده منلې او هېڅکله مې د جګړې له پاتې اهدافو څخه لاس نه دی اخیستی.»
د اسراییل د لومړي وزیر په وینا، په لومړۍ مرحله کې به ټول برمته شوي کسان خوشې شي او د اسراییل پوځ به هغو ځایونو ته ستانه شي چې له هغه ځایه د غزې څارنه کولای شي.