د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی په غزه کې د یوه روغتون لاندې د حماس یو تونل او د بل روغتیايي مرکز ترڅنګ د بل تونل د ننوتلو دروازه موندلې ده. لومړی تونل د غزې ښار په سوېل کې د اردني روغتون ترڅنګ کشف شوی دی.
دا تونل یو نیم کیلومتر اوږدوالی لري او پکې د وسلو جوړولو یو ورکشاپ او نورې خونې شاملې دي.
د اسراییل پوځ زياته کړې، د حماس قوماندانان او جنګي ډلې په دې تونل کې ځای پر ځای شوي وو.
د اسراییل پوځ ټینګار کړی: «د حماس فعالیت د اردني روغتون تر څنګ د اردني چارواکو له ګډون یا خبرتیا پرته ترسره شوی.»