د اسراییل ولسمشر له نتنیاهو غوښتي چې د ټرمپ طرحه «په پوره ځواک او ټولو لارو» عملي کړي

۵ ساعتونه مخکې

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوک له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه غوښتي دي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا وړاندیز شوې طرحه ژر تر ژره عملي کړي او تر ټولو مهمه دا ده چې د دوی یرغمل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شي.

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوک په خپله اېکس پاڼه کې له لومړي‌ وزیر بنیامین نتنیاهو څخه غوښتي: «په هر ډول ممکنه لار او هرې وسیلې څخه په استفادې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا وړاندیز شوې طرحه ژر تر ژر عملي او پر مخ یو سي او تر ټولو مهمه دا چې زموږ عزیزان بېرته خپلو کورونو ته راولي.»

هرتزوک زیاته کړه، چې اسراییل د «فرصت په یوه شېبه» کې دی او هیله یې څرګنده کړه، چې اسراییلي یرغمل به خپلو کورونو ته راستانه شي او د منځني ختیځ هېوادونو او کورني سیاست سره به د اسراییل اړیکې ښې شي.

نور خبرونه

رادیو