د چک جمهوریت په ټاکنو کې یوه میلیاردر تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي

۲ ساعتونه مخکې

د چک جمهوریت د «انو» غورځنګ مشر، میلیاردر او پخواني لومړي وزیر اندریج بابیس د دغه هېواد په ټاکنو کې د ۳۶.۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي.

اندريج بابیس ځان «ټرمپ پلوه» ګڼي.

د یادولو ده، چې نوموړی د حکومت جوړولو لپاره یوه بل اېتلاف ته اړتیا لري.

اندریج بابیس څو ځلې د چک جمهوریت لومړی وزیر پاتي شوی او یو وخت د دغه هېواد د مالیې وزیر هم وو.

نوموړي د دغه هېواد په ډېرو ټاکنو کې برخه اخیستې او د وروستي ځل لپاره یې په ۲۰۲۳م کال کې د جمهوریت ټاکنو کې ولسمشرۍ ته هم ځان نوماند کړی وو.

نور خبرونه

رادیو