حلیم فدايي: د طالبانو او امریکا ترمنځ ژورې او پټې استخباراتي اړیکې شته

۲ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام پر مهال د خوست والي محمد حلیم فدايي وايي، د طالبانو او امریکا اړیکې لا هم روښانه او تعریف شوې نه دي، خو سره له دې د دواړو ترمنځ ژورې او پټې استخباراتي اړیکې شته.

فدایي زیاتوي، چې هغه کسان چې فکر کوي طالبان به هېڅکله امریکا ته اډې ورنکړي، په لویه تېروتنه کې دي.

حلیم فدایي نن شنبه د (تلې ۱۲مه) په اېکس‌پاڼې لیکلی، چې طالبانو له خپلې لومړۍ دورې تر ننه، د امریکا نږدې ټولې پروژې په بریالیتوب عملي کړې دي.

فدايي په دې باور دی چې طالبان له دې وېره لري چې که اړیکې له امریکا سره ښکاره شي، نو د دوی په منځ کې به اختلاف رامنځته شي او له همدې امله یې دا اړېکې پټې ساتلې دي.

نوموړي لیکلی:«په هغو روایتونو او شعارونو چې طالبانو پرې ځوانان جنګ ته هڅولي، اوس د دوی لپاره ستونزمنه ده چې په ښکاره د امریکا ترڅنګ ودرېږي.»

فدايي همدراز زیاتوي چې د همدې لپاره طالبان د اصلاحاتو او د بدلونونو لپاره تل له امریکا او نړۍ څخه د وخت او مهلت غوښتنه کوي.

دا څرګندونې په داسې کې کېږي، چې په وروستیو کې د امریکا له خوا د بګرام اډې نیولو او یا هم ددې اډې پر سر د معاملې په اړه خبرونه خپاره شوي دي، خو تېره ورځ دوه امریکايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تراوسه پورې د بګرام د اډې په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

نور خبرونه

رادیو