د بلجیم د پناه او کډوالۍ وزیرې انیلین ون بوسویټ ویلي چې هېواد یې غواړي له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې وکړي چې په «ناقانونه» توګه بلجیم کې مېشت یا په «جرمونو» محکوم شوي دي.
هغې دغه پلان «یوازې تخنیکي همکاري» بللی او ویلي یې دي، چې موخه یې د هغو افغانانو د هویت تثبیت دی چې د اېستلو پرېکړه یې شوې ده.
د بلجیم حکومت وايي، افغانان په دغه هېواد کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله جوړوي، خو له نیمایي څخه د لږو غوښتنې منل شوې دي. د طالبانو له حکومت سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د نشتوالي له امله، د دغو کډوالو اېستل تر اوسه ناشونې وه.
بلخوا د بلجیم، جرمني، فرانسې، پولنډ، ډنمارک، اتریش او چک د پناه او کډوالۍ وزیران به د شنبې په ورځ د جرمني په مونیخ ښار کې د کډوالۍ په اړه په یوې غیر رسمي غونډه کې سره راټول شي.
د بلجیم د پناه او کډوالۍ وزیره پلان لري چې په دې غونډه کې د هغو افغان کډوالو د بېرته استولو په اړه خبرې وکړي چې قانوني اسناد نه لري او یا مجرم وي.
بلجیم اوس هڅه کوي د اروپایي اتحادیې په کچه د افغان کډوالو د داوطلبانه او جبري بېرته ستنېدو لپاره ګډ میکانیزم رامنځته کړي.