کرملېن ماڼۍ اعلان وکړ، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې اکټوبر میاشتې پر نهمه نېټه تاجکستان ته ځي او هلته به د دغه هېواد ولسمشر امام علي رحمان سره خبرې وکړي. په تاجیکستان کې د روسیې سفیر ویلي، په دې لیدنه کې به د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.
هغه د تاجیکستان له یوې محلي رسنۍ سره په مرکه کې وویل: «د افغانستان مسئله د مسکو او دوشنبې لپاره ډیره مهمه ده».
د روسیې سفیر سمیون ګریګوریف زیاته کړه: «موږ د افغانستان په اړه له تاجیکستان سره همغږۍته ډېره ارزښت ورکوو، دا همغږي که په دوه اړخیز ډول وي او یا د شانګهای غوندې سازمانونو په چوکاټ کې وي،د روسیې او تاجکستان امنیتي ادارې تر خپل منځ ډېرې نژدې اړیکې لري».
ګریګوریف وویل، چې د روسیې او تاجیکستان دفاع وزارتونه په تاجیکستان کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې د ظرفیت لوړولو او د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو د عصري کولو او سنبالولو په اړه بحث کوي.
د روسیې ۲۰۱مه پوځي اډه په تاجیکستان کې د روسیې تر ټولو لویه بهرني پوځي اډه بلل کېږي.