د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ويلي، چې سږ کال به له دې ولایت څخه ۲۷۴ زره او ۷۲۵ ټنه انار راټول شي.
نوموړی زیاتوي، چې روان کال کندهار ولایت کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي چې ترې ۲۷۴ زره ۷۲۵ ټنه حاصلات به راټول شي.
محمد حنیف حقمل نن شنبه د (تلې ۱۲مه ) د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې سږني حاصلات نه یوازې د تېر په پرتله زیات شوي؛ بلکې د کیفیت له پلوه هم لوړ دي، ځکه چې له نباتي ناروغیو او افتونو څخه پاک دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا حاصلات به له ارغنداب، ژړۍ، شاولي کوټ، ډنډ، پنجوايي، دامان، ارغستان او میوند ولسوالیو څخه راټول کړل شي.
د هغه په وینا، سږ کال د انارو د صادراتو لړۍ هم پیاوړې شوې او دا مېوه به نه یوازې هند او پاکستان بلکې دوبۍ، امریکا او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته هم صادره شي.