د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پلاوي سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خواشینې ښودلې.
خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي کبیر له ځنډ پرته د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند د مخینوي سپارښتنه کړې ده. د طالبانو یاد وزارت همدا راز ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.
د خبرپاڼې په ټکو د دوی د رژیم لمن پراخه ده او غوره بولي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.
دا په داسې حال کې چې په وروستیو کې د کډوالو او ځینو نورو موضوعاتو پر سر د طالبانو او پاکستان اړیکې خړې پړې شوي دي.