د طالبانو معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ددې ډلې مشر ملاهبت الله د ټولو ولایتونو والیان او ولسوالان کندهار ته ورغوښتي ترڅو د بګرام د ساتنې په اړه سلا مشورې وکړي.

سرچینې تاییدوي چې دا درې ورځینۍ غونډه نن سهار د ملاهبت الله په مشرۍ په کندهار کې پیل شوې ده.

په کندهار کې د طالبانو باخبره سرچینو نن شنبه د (تلې ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې بګرام په اړه د سلا مشورو ترڅنګ نور موضوعات هم د غونډې په اجنډا کې شامل دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ملاهبت الله ددې لوې غونډې رابللو سره غواړي چې خپل ځواک او قوت ښکاره کړي او ددې ترڅنګ ټولو ته د اطاعت او اصلاح اړوند سپارښتنې وکړي.

سرچینې همد راز وايي، چې د ملاهبت الله بل هدف له دې غونډې دا دی، چې د نافرمانه طالب مسوولینو د لرې کولو په اړه لارښونې وکړي.

دوی زیاتوي، ملاهبت الله له دې غونډې څخه تمه لري، چې ځواکمنې څېرې ځانته نورې هم نږدې او ددې ترڅنګ د خپلې واکمنۍ د دفاع انګیزه ورکړي.

ددې غونډې په اړه تراوسه طالبانو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دې درې ورځینۍ غونډه کې له کابل څخه هم طالب چارواکي غوښتل شوي یا نه؟ د سرچینو ځواب دا و، چې یوازې هغه څېرې یا هم وزیران غوښتل شوي، چې له ملاهبت الله سره همنظره دي.

درې باوري سرچینو د وري ۲۷مه (سي این این) ته ویلي و، چې له تېرو څو میاشتو راهیسي ډونالډ ټرمپ د امریکا د ملي امنیت چارواکو سره په پټه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو څخه د بګرام هوايي اډې د ترلاسه کولو لپاره یوه لار پيدا کړي.

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله په ټینګار سره وویل، چې هڅه کوي‌ دغه اډه بیرته تر خپل واک لاندې راولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د لومړي ځل لپاره د پنجشنبه په ورځ (د وږي ۲۷مه) په ښکار ډول د طالبانو څخه د بګرام اډې نیولو ته په اشاره سره خبريالانو ته وویل: «د دوی اداره‌ هڅه کوي دا اډه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.»

د جمهوریت له پرځېدو او د افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو له وتلو وروسته طالبانو دغه اډه تر خپل واک لاندې راوستله.

د ټرمپ له څرګندونو وروسته د طالبانو په لیکو کې هم د بګرام په اړه بحثونونه تاوده شوي دي.

تېره ورځ د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت یوه ویډیویي ترانه خپره کړې چې د نوي مقاومت او احتمالي ځانمرګي بریدونو لپاره د ځوانانو د چمتوالي یادونه پکې شوې.

د فطرت لخوا خپرې شوې ترانې محتوا کې راغلي چې طالبان سولې ته ژمن دي، خو که د دوی پر وړاندې تېروتنه وشي ځواب به یې «ځانمرګي بریدونه» وي.

په دې ترانه کې ویل شوي: «مونږ سولې ته ژمن د دوی لخوا که تېروتنه وي-بیا به استشهاد وي زلمو بیا به نوم لیکنه وي.»

د بګرام هوايي اډه د امریکا تر ټولو ستر پوځي مرکز و چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغله.

نور خبرونه

رادیو