د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي، تېرو څلور کلونو کې د هېواد له بازارونو نږدې ۱۵ میلیارده زړې افغانۍ راټولې شوې دي.
د دغه بانک مسوولین وایي، دغه هڅه یې د زړو افغانیو مخنیوي او د هېواد پولي واحد د وضعیت ښه والي په موخه کړې.
د افغانستان بانګ نن شنبه د (تلې ۱۲مه) پر اېکسپاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره له هېوادوالو غوښتي، چې د افغانیو ساتنې ته پاملرنه او د پیسو له زړېدو دې مخنیوی وکړي.
د افغانستان بانک همداراز له هېوادوالو غوښتنه کړې، چې مالي راکړې ورکړې کې اسانتیاوو په موخه دې کارتونه ترلاسه او هېواد کې دې د برېښنایي بانکوالۍ پراختیا او دودولو کې مرسته وکړي.