د پاکستان لومړي وزير محمد شهباز شريف د غزې په جګړه کې د اوربند د رامنځته کېدو پر لور د روانو مثبتو پرمختګونو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې پاکستان تل د فلسطين د خلکو تر څنګ ولاړ دی او دا ملاتړ به دوام لري.
د پاکستان حکومت د شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د سولې د هڅو ملاتړ او د تاوتريخوالي د ختمېدو لپاره روان پرمختګونه د سيمې د ثبات لپاره مهم دي.
نوموړي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ترکيې، اردن، مصر او اندونيزيا د مشرانو له هڅو مننه وکړه چې د غزې د جګړې د پای ته رسېدو په هڅو کې يې ونډه اخيستې ده.
شهباز شريف وويل، د حماس وروستی بيان د اوربند او د سولې د ټينګښت لپاره يوه نوې لاره پرانيزي چې بايد بيا له لاسه ور نه کړل شي.
ټرمپ د جمعه په ورځ (د تلې ۱۱مه) په تروت شوشیل ټولنیزې شبکې لیکلي و چې حماس تر یکشنبې د واشنګتن پر وخت د ماښام ۶ بجې وخت لري چې د سولې تړون ومني که داسې ونه شي، د حماس لپاره به سختې او پراخې پایلې ولري.
خو حماس له ټاکلي ضرب الاجل مخکې د سولې تړون ته غاړه کېښوده. حماس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د غزې لپاره د ټرمپ له وړاندیز شوې طرحې سره موافق دی او ټول برمته شوي اسراییلیان (مړه او ژوندي) به وسپارل شي.
حماس زیاته کړې، د ټرمپ په وړاندیز شوې طرحه کې د غزې د راتلونکې او د فلسطینیانو د حقوقو په تړاو راغلي مسایل د دوی له ملي دریځ سره مطابقت لري او په وینا یې باید د یوې فلسطینیي اجماع په چوکاټ کې پرې بحث وشي.
له هغې وروسته چې حماس د ټرمپ شل مادهییز پلان ومانه، د فلسطین د خپلواک حکومت مشر محمود عباس وویل، نن په غزه کې د پخوا په پرتله ډېره ارامي راغلې ده. عباس هیله وښوده چې دا ارامي به د بشپړ اوربند لپاره لاره هواره کړي، خو زیاته یې کړه چې لا روښانه نه ده، دا اوربند به کله عملي شي.