حماس ډلې د ټرمپ د سولې له طرحې سره موافقه اعلان کړه

۲ ساعتونه مخکې

الجزیرې شبکې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې حماس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې طرحې په تړاو خپل ځواب منځګړو ته سپارلی دی.

حماس په یوې اعلامیې کې ویلي، د غزې لپاره د ټرمپ له وړاندیز شوې طرحې سره موافق دی او ټول برمته شوي اسراییلیان (مړه او ژوندي) به وسپارل شي.

حماس زیاته کړې، د ټرمپ په وړاندیز شوې طرحه کې د غزې د راتلونکې او د فلسطینیانو د حقوقو په تړاو راغلي مسایل د دوی له ملي دریځ سره مطابقت لري او په وینا یې باید د یوې فلسطینیي اجماع په چوکاټ کې پرې بحث وشي.

د امریکا ولسمشر د راتلونکې یکشنبه تر مازدیګره حماس ته وخت ورکړی چې په غزه کې د جګړې د پای لپاره د ده طرحه ومني او همداراز یې خبرداری ورکړی که یې طرحه د حماس له لوري ونه منل شي، نو دغه ډله به له «بې مخینې دوزخ» سره مخ شي.

ټرمپ د جمعه په ورځ (د تلې ۱۱مه) په تروت شوشیل ټولنیزې شبکې کې لیکلي، «له حماس سره باید د واشنګټن پر وخت د یکشنبه تر مازدیګر ۶ بجې توافق وشي. ټولو هېوادونو هغه لاسلیک کړی دی! که دغه توافق او وروستی فرصت تر ټاکل شوې مودې یوې پایلې ته ونه رسېږي، داسې دوزخ به جوړ شي چې تر اوسه به هېچا نه وي لیدلی.»

نور خبرونه

رادیو