د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی، چې تر یکشنبې د اکتوبر پنځمه (د واشنګټن په وخت د ماښام تر ۶ بجو) مهلت لري چې د هغه د سولې پلان ومني او که موافقه ونه کړي، سختې او پراخې پایلې به ولري.
ټرمپ په ټولنیز شبکې «ټروث سوشال» لیکلي: «هوکړه باید تر یکشنبې د واشنګټن په وخت په شپږبجو پورې له حماس سره ترلاسه شي، ټولو هېوادونو دا طرحه تصویب کړې ده! که دا وروستی چانس تر هغه وخته پورې پایله ورنکړي، نو داسې یو حالت به رامنځته شي چې تر اوسه هېڅ چا نه دی لېدلی.»
ټرمپ همداراز ادعا وکړه چې «حماس له څو کلونو راهیسې په منځني ختیځ کې یو بې رحمه او تاوتریخوالي ته هڅوونکی ګواښ و» او څرګنده یې کړه چې د اکتوبر د اوومې نېټې پېښه کې مرګژوبلې دغه ګواښ اوج ته ورسوه.
هغه زیاته کړه، تر اوسه شاوخوا ۲۵۰۰۰ د حماس سرتېري وژل شوي دي او پاتې وسلهوال محاصره شوي دي او «هغوی یوازې زما امر ته په تمه دي چې ژر یې ژوند واخیستل شي.»
ټرمپ تر دې مخکې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو سره په لیدنه کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه شل مادییزه طرحه اعلان کړې وه.