سارا اډمز: د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ مبارزه اوس په یوې ټوکې بدله شوې ده

۴ ساعتونه مخکې

د امریکا د استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي «د ترهګرۍ په وړاندې زموږ مبارزه اوس په یوې ټوکې بدله شوې ده.»

هغې ویلي، یو څارنوال چې د داعش د غړی انجینر شریف دوسیه یې پرمخ وړله له دندې ګوښه شوی دی.

د امریکا د استخباراتو ادارې پخوانۍ ماموره سارا اډمز د جمعه په ورځ (د تلې ۱۱مه) پر اېکس پاڼه د امریکا د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې ته په اشارې لیکلي: «هغه څارنوال چې د داعش د غړي انجینر شریف مشهور په محمد شریف الله و دوسیه تعقیبول اوس له دندې ګوښه شوی دی.»

هغې زياته کړې: «په روان کال کې زموږ حکومت په ناکام ډول هڅه وکړه، چې شریف د ۲۰۲۱ کال د ابي ګیټ (کابل هوایي ډکر» برید اصلي‌ طراح معرفي کړي او د دغه برید اصلي پلان جوړونکی سراج الدین حقاني وژغوري.»

سارا وایي، چې د همدې برید اصلي طراح ثنا الله غفاري لا هم ازاد ګرځي.

د دې په خبره، چې سراج او ثناالله دواړه د یوې راتلونکې دسیسې برخه دي چې د امریکا په خاوره کې پلان شوې.

سارا زیاتوي، چې د ابي‌ګیټ تر برید وروسته دوی دا دسیه تعقیب نه کړه.

نور خبرونه

رادیو