فاروق اعظم له زندان نه تر خوشې کېدو وروسته خپل کور ته رسېدلی

۲ ساعتونه مخکې

د فاروق اعظم د کورنۍ غړي وايي، چې نوموړی له خوشې کېدو وروسته، اوس خپل کور ته رسېدلی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی پرون له زندان نه خوشې شوی دی.

فاروق اعظم د نجونو د زده کړو د ملاتړ له امله د طالبانو د مشر په امر زندان ته اچول شوی و.

فاروق اعظم د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت لوړپوړی سلاکار دی چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په امر نیول شوی و.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې فاروق اعظم د طالبانو له زندان نه پرون خوشی شوی او خپل کور ته تللی دی.

د تلې پر اوومه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو ددې ډلې د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم له نظارتخونې څخه د کابل نظامي محکمې ته لېږدولی دی. د سرچینو په وینا، د طالبانو ځینو وزیرانو فاروق اعظم ته ویلي و، چې د ملاهبت الله په امر نیول شوی او دوی یې د ازادولو واک نه لري.

یوې سرچینې چې په دې لیدنو کې یې حضور درلود، افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ځینو طالب مشرانو فاروق اعظم د طالبانو له مشر ملاهبت الله نه بښنې غوښتلو ته هڅولی و، خو فاروق اعظم له بښنې انکار کړی و.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت دغه سلاکار د وږي پر۲۴مه خپل زوی ته په لیک کې لیکلي و، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچولی دی.

فاروق اعظم د کونړ د زلزلې پر مهال پر فیسبوک لیکلي و ، «ښځینه روغتیاپالانې دې کونړ ته ورشي څو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي او دا به په ټولنه کې د ښځې د تعلیم د اهمیت عملي ښه بېلګه هم وي.»

هغه د هېواد دننه او بهر پر ښځینه روغتیایي پرسونل غږ کړی و، چې که یې امکان وي عاجل دې د کونړ زلزله‌ځپلو ته د مرستې لپاره ورشي.

نوموړي د پوښتنې په ډول لیکلي و، «ایا زمونږ تعلیم یافته ښځې په ټولنه کی د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي؟ که ځواب هو وي نو دا یې وخت دی».

طالبان په دې تورن دي، چې خپل منتقدان نیسي او د خلکو د غلي کولو لپاره یې د ویرې او ډار اچولو سیاست غوره کړی دی.

نور خبرونه

رادیو