سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د قطر استخباراتي ادارې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال عبدالرحمن زاهد نیولی دی. زاهد د روان کال د زمري میاشتې په وروستیو کې نیول شوی.
د هغه خپلوان وايي، له نیول کېدو راهیسي له زاهد سره هېڅ ډول اړیکه نه ده ټینګه شوې. نوموړی د طالبانو د لومړۍ دورې په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت معیین و.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، عبدالرحمن زاهد له ۲۰۰۱ کال راهیسې په سوداګریزو فعالیتونو کې بوخت و او په منظم ډول یې قطر، متحده عربي اماراتو، پاکستان او افغانستان ته سفرونه کول.
سرچینې زیاتوي، د قطر استخباراتي ادارې هغه د روان کال د زمري پر ۳۱مه نیولی او په تېرو دوو اونیو کې هېڅ اړیکه ورسره نه ده نیول شوې.
په دوحه کې د طالبانو یوه چارواکي هم د عبدالرحمن زاهد د نیول کېدو خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې له قطري چارواکو سره خبرې روانې دي، څو د نیول کېدو لاملونه څرګند شي.
تر اوسه د دغه طالب چارواکي د نیول کېدو لامل نه دی روښانه شوی.
عبدالرحمن زاهد د طالبانو د لومړۍ دورې د حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزارت معیین و او د طالبانو له مشهورو څېرو شمېرل کېږي.
تر دې وړاندې هم د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر میاشت کې د دوبۍ په هوايي ډګر کې د نوموړي د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي وو.
عبدالرحمن زاهد چې په ۱۹۶۳ کال د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ زېږېدلی دی، د ترهګرۍ او ځینو حساسو نړیوالو فعالیتونو له امله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دی.