د ملګرو ملتونو سرمنشي د عدم تشدد سیاست د ورځې په تړاو په خپل پیغام کې ټینګار کړی، چې عدم تشدد د کمزورۍ وسله نه، بلکې د زړورو ځواک دی. انتونیو ګوترش وايي، « دا د بې عدالتۍ پر وړاندې د بې کرکې ټینګاو ځواک دی».
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د پنجشنبې په ورځ د عدم تشدد سیاست د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل، چې «عدم تشدد د زړورو ځواک دی، دا هغه ځواک دی چې له کرکې پرته د ظلم پر وړاندې درېږي، له بې رحمۍ پرته د ستم پر وړاندې مبارزه کوي او د واکمنۍ پر ځای د کرامت له لارې سوله رامنځته کوي».
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې نړۍ د جګړو او شخړو شاهد ده، خو د سولې هڅې ورځ تر بلې کمزورې کیږي.
په سویلي اسیا کې په ۲۰مه پېړۍ کې د عدم تشدد تر ټولو ستر شخصیتونه مهاتما ګاندي او خان عبدالغفار خان وو.
ګاندي په هند کې د بریتانیايي استعمار پر وړاندې د عدم تشدد د سیاست له لارې د ازادۍ هڅې کولې، خو په افغانستان او پښتونخوا کې د دغه سیاست مخکښ سوله خوښی مبارز خان عبدالغفار خان و.
هغه د «خدایي خدمتګار» غورځنګ (سور پوښو) مشري وکړه، چې زرګونه پښتانه یې د عدم تشدد پر بنسټ د استعمار پر وړاندې ودرول. د هغه پیغام دا و چې تاوتریخوالی نه، بلکې علم، خدمت او زغم د خلکو د حقیقي ازادۍ لارې دي.
غفارخان ویل، « زه غواړم پښتانه د علم او عدم تشدد په وسله سمبال کړم».
نوموړي خپل ژوند د سولې، تعلیم او ولسي یووالي لپاره وقف کړی و او سره له دې چې کلونه کلونه یې د انګریزانو او وروسته د پاکستان په زندانونو کې تیر کړل، خو هیڅکله یې د عدم تشدد پر سیاست او خپل شعار معاملې ته غاړه کېنښوده.