د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، «واشنګټن پوهیږي افغانستان به د امریکا د ضرب الاجلونو بدل کې خپل ملي حاکمیت قرباني نه کړي». زاخارووا وايي، امریکا هڅه کوي افغانستان کې په یو یا بل ډول خپل پوځي حضور بېرته ټینګ کړي.
ټرمپ ویلي، که طالبان بګرام ور ونه سپاري، بدې پېښې به وشي.
زاخارووا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي خبرداري ته په اشاره، چې طالبان یې د بګرام اډې نه ور سپارلو په صورت کې په بدو پېښو ګواښلي، وویل، چې افغانستان ددغسې خبرداریو او ضرب الاجلونو پر وړاندې خپل حاکمیت نه قربانوي.
نوموړې زیاته کړه: « واشنګټن ښه پوهېږي افغان ولس، چې د ناټو پر وړاندې د جګړې په نتیجه کې یې خپلواکي ګټلې، د هېڅ ډول ضرب الاجل په بدل کې له خپل ملي حاکمیت څخه تېرېدونکی نه دی. دا خبره د افغانستان د حکومت رسمي استازي ذبیحالله مجاهد هم په ښکاره توګه کړې ده».
هغې وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د جو بایډن د ادارې پر مهال امریکا له افغانستان نه په عملي ډول وتښتېده او خپله شل کلنه ناکامه جګړه یې پای ته ورسوله.
د تاس اژانس د رپوټ له مخې، زاخارووا زیاته کړې، « اوس هغوی هڅه کوي چې په یو ډول یا بل ډول خپل پوځي حضور بېرته په دې هېواد کې ټینګ کړي. د کابل ترڅنګ موقعیت لرونکې بګرام هوايي اډه چې عصري شوې ده، طبعاً د هغوی لپاره یو ستره تمه بلل کېږي».