طالبانو په پروان کې د وسلو او نشه یي توکو د زېرمې د موندلو خبر ورکړی

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د پروان ولایت د نشه‌ يي توکو ضد ځواکونو په مرکز «خلیفه صفا» سیمه کې د یو پلورونکي پر کور عملیات کړي چې د وسلو او نشه‌ يي توکو زېرمه یې پکې موندلې ده.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې اووه میله کلاشنکوفونه، یو میل راکټ، نهه لاسي بمونه، درې مخابرې، د راکټ مرمۍ، لاسي بمونه، څو شاجورونه، ۲۶۵ ګرامه چرس او ۲۸ زیکب ګولۍ کشف او ضبط شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغو وسلو او نشه‌يي توکو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د موضوع د څېړلو او احتمالي تورنو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د وسلو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د دوی مبارزه به دوام ولري او په دې تړاو به د نورو عملیاتو لړۍ هم پراخه شي.

نور خبرونه

رادیو