طالبانو د افغان ژورنالېست مهدي انصاري د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې

۴ ساعتونه مخکې

طالبانو دافغان زنداني ژورنالېست مهدي انصاري د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره کړې، چې نوموړی پکې له بهرمیشتو رسنیو سره د اړیکو او د طالبانو پر ضد د تبلیغ یادونه کوي. د طالبانو استخباراتو نوموړی تېر کال په کابل کې نیولی و او وروسته یې محکمې د یو نیم کال بند په سزا محکوم کړی و.

دغه ویډيو چې د طالبانو اړوند سوشل مېډیا پاڼو د پنجشنبې په ورځ، د میزان په لسمه نېټه خپره کړې، پکې انصاري وايي، چې له یو شمېر بهرمیشتو رسنیو سره په اړیکه کې و او د طالبانو پر ضد د تبلیغ لپاره یې په سوشل مېډیا کې جعلي اکاونټونه کارول.

هغه همدارنګه خپلې پخوانۍ څرګندونې چې د افغانستان د خراب وضعیت په اړه وې، "ناسمې" بللې دي.

د ویډیو د ثبت کره نېټه معلومه نه ده، خو د انصاري له خبرو ښکاري چې ښايي دا اعترافونه د هغه د لومړني بند په ورځو کې اخیستل شوي وي.

د بښنې نړیوال سازمان تر دې وړاندې د مهدي انصاري د بې‌قید او شرطه سمدستي ازادېدو غوښتنه کړې وه او ویلي یې و، چې نوموړی د طالبانو په زندان کې له بدسلوکۍ او شکنجې سره مخ شوی دی.

د طالبانو محکمې نوموړی د "د حاکمیت ضد مطالبو د خپرولو" په تور، پرته له دې چې د وکیل او خپلې کورنۍ ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي، د یو نیم کال بند په سزا محکوم کړی و.

له هغه مهاله چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، د رسنیو او خبریالانو فعالیتونه په هېواد کې خورا سخت محدود شوي دي.

نور خبرونه

رادیو