د پاکستان او تاجکستان چارواکو په دوشنبې ښار کې د یوې ناستې پر مهال په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې او همکارۍ په اړه خبرې اترې کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ناسته د پاکستاني پلاوي او تاجکستاني چارواکو ترمنځ د «سیاسي دوه اړخیزو مشورو» تر عنوان لاندې د دوشنبې ښار کې ترسره شوې ده.
د دغه وزارت په وینا، په دې ناسته کې د دفاعي همکارۍ او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې تر څنګ د کاسا-۱۰۰۰برېښنا پروژې په اړه هم بحث شوی، چې یاده پروژه له افغانستان څخه هم تېرېږي.
همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، سیاسي، کرنیزو او تعلیمي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.
پاکستان او تاجیکستان له دې وړاندې هم د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې. دواړو هېوادونو پرله پسې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو لکه «تحریک طالبان پاکستان«ټي ټي پي» او «انصارالله» شتون د سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی.
بلخوا ډیپلوماټ وېبپاڼې په یوې مقاله کې ادعا کړې، چې د سوریې په جګړو کې له ګډون وروسته د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې یو شمېر جنګیالي افغانستان ته تللي او په ځانګړي ډول د پنجشېر په دره کې ځای پر ځای شوي دي.
په مقاله کې همدارنګه ویل شوي، د دغه ډلې مشر عبدالحق ترکستاني چې په افغانستان کې مېشت دی او له طالبانو، القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د منځنۍ اسیا له ګڼو وسلهوالو ډلو سره نږدې اړیکې لري، په خپل وروستي بیان کې ویلي: «چینایي کافران به ډېر ژر د هغه څه خوند واخلي چې د سوریې کفارو وڅاکه».
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې د راپور له مخې، اوس مهال د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ۵۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې جنګیالي په افغانستان کې لري. که څه هم طالبان هڅه کوي پر دوی کلک کنټرول ولري، خو د سوریې په جګړه کې د تجربهکارو وسلهوالو راتګ کېدای شي دغه شمېر په چټکۍ سره ډېر کړي.
راپورونه زیاتوي، چې د یادې ډلې جنګیالي د منځنۍ اسیا څخه راغلو وسلهوالو سره یو ځای په بلخ، بدخشان، کندوز، کابل او بغلان ولایتونو کې د روزنې مرکزونه لري. طالبانو د دې ډلې جګړهماران د داعش خراسان څانګې پر وړاندې هم کارولي دي. خو د اندېښنې وړ دا دی، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ناراضي غړي ښايي داعش خراسان ډلې ته ورګډ شي، ځکه چې داعش له اوږدې مودې راهیسې د ایغور جنګیالیو د جذبولو هڅې کوي.