د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی او افغان سوداګر عباس ابراهیم زاده په ازبکستان کې د پولیسو له خوا نیول شوی.
د نوموړي خپلوانو رسنیو ته د هغه نیول کېدل تایید کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی یې د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښمن دي.
د عباس ابراهیم زاده خپلوانو د پنجشنبه په ورځ رسنیو ته ویلي: «د ازبکستان پولیسو هغه له کوم جرم پرته تېره اونۍ نیولی.»
د دوی په خبره، د ازبکستان پولیسو له تېرې یوې اونۍ راهیسي هغه په زندان کې ساتلی او ان عدلي او قضايي ادارو ته یې هم ندی سپارلی.
د ازبکستان پولیسو تر اوسه په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.
د نوموړي خپلوانو ویلي، چې پولیسو مخکې د هغه د خوشي کولو لپاره ۳۵۰ زره ډالره ضمانت غوښتنه کړې وه.
د دوی په خبره، یاده اندازه د ضمانت پیسې بانک ته سپارل شوي خو لا هم نوموړی په زندان کې دی.
د عباس ابراهیم زاده خپلوان زياتوي: «نوموړی د زړه، شکرې او ځیګر نارغیو سره مخ دی چې په زندان کې ورته لازمه پاملرنه نه کیږي.»
کورنۍ یې دا هم ویلي، چې دوی یې روغتیايي وضعیت ته اندېښمن دي.
عباس ابراهیم زاده، چې افغان سوداګر دی اصلي د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
هغه د افغانستان د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د بلخ د خلکو استازی و.
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته نوموړی له افغانستان څخه ووت.