د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې که اروپا مسکو تحریک کړي، نو روسیه به په چټک ډول ځواب ورکړي. هغه د لوېدیځ په اړه په یوه روسي متل کې وویل، چې «قوت په قوت ماتېږي».
پوتین په سوچي ښار کې د «والدای خبرو اترو ګروپ» غونډې ته وویل، چې « خبره زموږ د دفاع او خوندیتوب ده. له همدې امله موږ د اروپا د زیاتېدونکې پوځي کېدا پروسه په ډېر دقت څارو».
هغه دا ادعا رد کړه چې روسیه به یوه ورځ د ناټو پر غړي هېواد برید وکړي. پوتین وویل، « دا خبره هېڅ امکان نه لري. زه یوازې غواړم ووایم: ارام اوسئ، په سکون ویده شئ، او خپلو ستونزو ته پام وکړئ. یوازې یو ځل وګورئ چې د اروپايي ښارونو په سړکونو کې څه روان دي».
د تاس اژانس د رپوټ له مخې، پوتین ټینګار وکړ چې نړیوالو بنسټونو نور خپله اغېزمنتیا له لاسه ورکړې ده.
هغه وویل، « هر څومره ځواک چې یو هېواد یا د هېوادونو یوه ډله ولري، دا ځواک هم خپل حد لري. موږ په روسي ژبه کې یو متل لرو چې وایي، قوت په قوت ماتېږي. دا خبره تل راڅرګندېږي، او تاسې وینئ چې د نننۍ نړۍ د پېښو اصلي ماهیت همدا دی».