د کندهار اوسېدونکي: طالبان د هرې کورنۍ د غړو په اړه تفصیلي معلومات غواړي

۲ ساعتونه مخکې

د کندهار اوسېدونکي وایي، طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو استخباراتي فعالیتونو د پراخولو ترڅنګ د عامه خلکو پر ژوند سخت څار پیل کړی او په ښار کې د اوسېدونکو کورنیو د ټولو غړو په اړه له سره معلومات راټولوي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، چې طالبانو یو ځل بیا په ښار کې د کورنو او د کورنیو د غړو ثبت پيل کړی، چې خلک یې د ګڼو ستونزوسره مخ کړي دي.

د کندهار د نهمې ناحیې یو اوسېدونکی، چې نه غواړي نوم یې خپور شي افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته وویل: «طالبانو دوه کاله مخکې زموږ ټول کورونه ثبت کړي وو، خو اوس یې بیا هر کور ته د ثبت پاڼې وېشلي دي. په دې پاڼو کې له موږ غوښتل شوي چې د کور د هر غړي نوم، عمر، دنده، تېر فعالیتونه او حتی دا چې په کوم ګوند کې خو به غړیتوب نه لري ولیکو.»

هغه زیاتوي طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې که معلومات نیمګړي یا ناسم ثبت شي د کور مشر به مسوول وي او د طالبانو له خوا به ونیول شي.

د کندهار د پنځمې، شپږمې، اتمې، اوومې او څلورمې ناحیو اوسېدونکي هم وایي، چې ورته پاڼې ورکړل شوي دي.

د یو شمېر خلکو په خبره، طالبان د درې تر څلورو کیلومترو په واټن کې د څار لپاره ځانګړي کورونه نیسي او هلته خپل کسان ځای پر ځای کوي.

د شپږمې ناحیې یو اوسېدونکی وايي: «پنځه ورځې مخکې زموږ د کور سره نږدې طالبانو یو کور په کرایه واخیستی هلته بې وسلې کسان ورځي او راځي، خو موږ یې په اصلي دنده نه پوهېږو داسې ښکاري چې یوازې د خلکو د څار لپاره راغلي دي.»

د نهمې ناحیې یو بل اوسېدونکی وایي، طالبانو په هره کوڅه کې یو یا دوه کورونه نیولي او د سیمې څار یې زیات کړی دی.

هغه وايي: «د شپې له مخې ځینې کسان زموږ د سیمې ځوانان دروي، د هغوی تلیفونونه ګوري، چې څه پکې دي، دا کسان یونیفورم نه لري، پولیس هم نه دي، خو داسې ښکاري چې استخباراتي کسان دي.»

د خلکو په وینا، د طالبانو له لوري د دې ډول پاڼو وېشل او د کورنیو د هر غړي په اړه تفصیلي معلومات غوښتل د خلکو د شخصي ژوند پر وړاندې جدي سرغړونه ده.

د کندهار د پنځمې ناحیې یو بل اوسېدونکی نظر جان وایي: «موږ ته داسې ښکاري چې طالبان غواړي د هر وګړي شخصي ژوند تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راولي، حتی د ښځو په اړه هم پوښتنې کوي، چې څه کوي، دا زموږ د شخصي حریم تېری دی.»

د ډېری خلکو په وینا د طالبانو د سخت څار له امله خلک نه یوازې د خپلو فعالیتونو په اړه اندېښمن شوي، بلکې له وېرې د خپلو نظرونو له څرګندولو ډډه کوي.

د اتمې ناحیې یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «خلک له دې وېرې چې طالبان یې نیسي یا یې ځوروي، هېڅ غږ نه شي پورته کولای حتی د کورنۍ غړي هم د دې پاڼو د ډکولو پر مهال له یو بل سره په خبرو کې محتاط دي.»

د کندهار اوسېدونکي ټینګار کوي چې د طالبانو دا ډول چلند د خلکو پر ورځني ژوند، د هغوی پر ازادیو او د ټولنې پر اعتماد سخت اغېز کوي.

د دوی په وینا، د طالبانو د سخت څار له امله هغوی نه یوازې د خپلو اړیکو او خبرو اترو پر مهال له وېرې سره مخ دي، بلکې د راتلونکي په اړه هم بې‌ باوره دي.

طالبانو دوه کاله وړاندې هم په کندهار کې ټول کورونه ثبت کړي وه او دغه لړۍ یې یو ځل بیا پيل کړې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو