د بریتانیا پولیسو په مانچسټر کې د یهودانو پر عبادتځای برید ترهګریز وباله

۲ ساعتونه مخکې

د مانچسټر د پولیسو مشر سټیفن واټسن په رسمي ډول اعلان کړه، چې په دغه ښار کې پر یوه یهودي عبادت‌ ځای برید یو ترهګریز برید و.

هغه زیاته کړې ده، چې په دې برید کې د بریدګر ترڅنګ دوه نور کسان هم وژل شوي دي.

همدارنګه د بریتانیا د ترهګرۍ ضد ادارې لوړ پوړي چارواکي لارنس ټیلر هم د پنجشنبه په ورځ وویل، دا برید د څېړنو پر بنسټ «یو ترهګریز عمل» و.

هغه زیاته کړه پلټونکي باور لري، چې دوی د بریدګر هویت پیژني مګر نشي کولی دا تایید کړي.

لارنس ټیلر خبریالانو ته وویل:«په ټوله بریتانیا کې یهودي ټولنه چې معمولا دا مذهبي ورځ لمانځي، اوس په ماتم کې ده او د خپل امنیت په اړه ژوره اندېښنه لري.»

هغه ټینګار وکړ:«زه دا خبره روښانه کول غواړم: د بریتانیا پولیس چمتو شوي او ژر غبرګون ښيي.»

دغه برید د موټر او چړې په وسیله په ګډه ترسره شوی و، چې د مانچسټر ښار د یوې یهودي کنیسې (عبادت‌ځای) مخې ته وشو. په پېښه کې درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

دا برید د یهودي مذهبي یوم کیپور مراسمو پر مهال وشو.

اوس د دې پېښې پلټنه د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو لخوا پرمخ وړل کېږي.

په بریتانیا کې د یهودو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

بریتانیا په ۲۰۲۴ کال کې د یهود ضد بریدونو له پلوه پېښو تر ټولو ډک دویم کال تجربه کړ.

په هغه کال کې تر ۳۵۰۰ ډېر د یهودو ضد پېښې ثبت شوې، چې دا د یهودو پر ضد د دوامدار نفرت ښکارندويي کوي.

نور خبرونه

رادیو