د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه غونډه به د روان اکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه ترسره شي.
د روسیې «ټاس» خبري اژانس د راپور له مخې زاخارووا ویلي، په دې غونډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او بلاروس ځانګړي استازي ګډون وکړي.
هغې زیاته کړه چې د بلاروس استازي ته د ځانګړي مېلمه په توګه بلنه ورکړل شوې ده.
ماریا زاخارووا ویلي چې دا غونډه به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په پرانیستونکې وینا پیل شي، او امیرخان متقي به د دې غونډې په څنډه کې له لاوروف سره وګوري.
د هغې په خبره، په دغه غونډه کې به ځانګړې پاملرنه د افغانستان د ملي پخلاينې د بهير پياوړتيا، د سيمې هېوادونو او طالبانو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، د ترهګرۍ ضد او د نشهيي توکو پر وړاندې د ګډو عملي همکاریو د پراختیا موضوعاتو ته وشي.
د تمې وړ ده چې د غونډې په پای کې به ګډه اعلاميه خپره شي.
بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې متقي ته د سفر معافیت ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې ملګرو ملتونو د سپټمبر پر ۳۰مه امیر خان متقي ته د یوې اونۍ سفري معافیت منلې دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دتلې پر۶مه د یوې اعلامې په ترڅ کې وویل، چې روسیه به په لومړي ځل له طالب پلاوي څخه د دغه فارمټ د غړي په توګه هرکلی وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو فارمټ کې ددې ډلې غړیتوب یو مهم او اساسي ګام بللی او هیله یې ښودلې، چې دغه سیمه ییز چوکاټونه د افغانستان او سیمې تر منځ په باور جوړونې او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
د مسکو فارمټ هغه سیمهییز چوکاټ دی چې تمرکز یې پر افغانستان دی او پخوانۍ ناستې یې هم د سیمهییزو همکاریو د پراخېدو په موخه ترسره شوې دي.