د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د غزې لپاره د مرستو د کښتیو مسافر، چې د غزې لپاره یې د «صمود کاروان» په نوم مرستې لېږدولې او د اسراييلي سمندري ځواکونو له خوا د «سمندري محاضرې د ماتولو» له امله نیول شوي خوندي دي او اسراییل ته له وړلو وروسته به اروپا ته واستول شي.
اسراییلي ځواکونو د «صمود کاروان» زیاتې کښتۍ چې د غزې پر لور روانې وې، ودرولې او د ګریټا تونبرګ په ګډون یې ټولې سپرلۍ نیولي دي.
بنیامین نتنیاهو د دې سمندري کاروان د سپرلیو د نیول کېدو په غبرګون کې په ایکس خواله رسنۍ کې د خپل هیواد د بحري ځواکونو له سرتېرو او قوماندانانو مننه کړې او لیکلي یې دي:«تاسې خپل ماموریت په خورا مسلکي او اغېزناک ډول ترسره کړ».
هغه زیاته کړه: «د هغوی مهم عملیات د دې مخه ونیوله چې لسګونه کښتۍ د جګړې سیمې ته داخلې شي او دا یې هم پرېنښودل چې د اسراییلو پر ضد د مشروعیت اخیستو هڅې بریالۍ شي.»