د ټرمپ ادارې د حزب‌الله د بې وسلې کولو په هڅه کې لبنان ته نوې بودجه ځانګړې کړه

۲ ساعتونه مخکې

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د حزب‌الله د بې وسلې کولو په هڅه کې د لبنان پوځ او امنیتي ځواکونو لپاره ۲۳۰میلیونه ډالر بودجه ځانګړې کړې ده.

یوې لبناني سرچینې ویلي، چې له دې مرستې څخه ۱۹۰میلیونه ډالر د لبنان ملي پوځ ته او ۴۰میلیونه ډالر د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت امنیتي ځواکونو ته ځانګړي شوي دي.

د امریکا د کانګرس یو شمېر ډیموکراټانو رویټرز ته ویلي چې دغه بودجه د مالي کال د پای ته رسېدو څخه لږ مخکې، د سپتمبر پر ۳۰مه نېټه ازاده شوې ده. د دوی په وینا، د داسې یو کوچني هېواد لپاره لکه لبنان، دا مرسته ډېر اهمیت لري.

د دغه اعلان تر خپرېدو وړاندې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سکرتر علي لاریجاني بیروت ته سفر کړی و او هلته یې د حزب‌الله د مشر نعیم قاسم سره لیدلي وو. لاریجاني ټینګار کړی چې تهران د علي خامنه‌ای د لارښوونو پر بنسټ د حزب‌الله ملاتړ ته ژمن دی.

کارپوهان وايي چې د امریکا او ایران دا دوه متضاد دریځونه ښيي چې لبنان د سیمه‌ییزو سیالیو د جدي فشارونو لاندې دی.

نور خبرونه

رادیو