طالبانو د یوې داوطلبۍ له لارې د پنجشېر ولایت ۷زره او ۴۶۴ قیراطه زمرد د ۱۰۶ زره ډالرو په ارزښت پلورلي دي. طالبانو ویلي، چې دغه زمرد یې پر ملي سوداګرو پلورلي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) ویلي، چې دغه داوطلبي د کانونو د څارنې پلاوې، سیمه ييزو چارواکو او خصوصي سکټور د استازو په حضور کې تر سره شوې ده. په پنجشېر کې طالبانو تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورلي دي.
پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي، چې لوړ کیفیت لرونکي زمرد پکې موندل کېږي او د دې ډبرو قانوني استخراج او پلور د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي و، چې دا مهال په دغه ولایت کې د زمردو کان ۲۱ نوې سيمې رامنځته شوې او کان کېندنې پکې روانې دي.
د دغه ریاست په وینا، په پنجشېر کې د زمردو شاوخوا ۶۰۰ شرکتونه رسمي جوازونه لري او په کارونو بوخت دي.