د زلزله‌ځپلو د لاسنیوي لپاره د عربي اماراتو د مرستو درېیمه جوپه افغانستان ته ورسېده

۲ ساعتونه مخکې

د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو د لاسنیوي لپاره د متحده عربي اماراتو د مرستو درېیمه جوپه هم افغانستان ته ورسېده. دغه مرستې به په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو باندې ووېشل شي.

د اماراتو د دولتي خبري اژانس «وام» د راپور له مخې، د مرستو په دې جوپه کې خواړه، لنډمهاله سرپناوې، طبي وسایل او د لومړنیو اړتیاوو توکي شامل دي، چې زلزله‌ځپلو کورنیو ته به ووېشل شي.

په راپور کې راغلي، چې د دې نوې مرستندویه کڅوړې په رارسېدو سره د اماراتو ټولې بشري مرستې چې تر دې مهاله افغانستان ته استول شوې دي، ۳۶۸۱ ټنو ته رسېدلي چې پکې خوراکي توکي، خېمې او د درملنې وسایل شامل دي.

د یاد اژانس په خبره، د وروستۍ جوپې دقیق حجم نه دی اعلان شوی، خو دا د افغانستان د ختیځ زلزله‌ځپلو لپاره د اماراتو د مرستو درېیمه محموله ده.

تر دې وړاندې، متحده عربي اماراتو د مرستو ترڅنګ د لټون او ژغورنې یو ټیم هم زلزله‌ځپلو سیمو ته استولی و.

متحده عربي امارات د هغو څو هېوادونو له ډلې دی، چې له وروستۍ زلزلې وروسته یې په بېړني ډول د ملکي او پوځي الوتکو له لارې د افغانستان زلزله‌ځپلو خلکو ته مرستې ورسولې.

نور خبرونه

رادیو