ملګري ملتونه: د انټرنېټ په پرې کېدو سره د افغانستان اقتصادي ثبات له ګواښ سره مخ شوی

۲ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د انټرنېټ د بیا فعاله کېدو هرکلی وکړ. هغه وویل، چې د طالبانو له خوا د انټرنېټ بندېدو د افغانستان پر اقتصادي ثبات، د خلکو پر حقونو او معلوماتو ته په لاسرسي باندې منفي اغېزې کړې دي.

دوجاریک زیاته کړې، چې طالبانو تر اوسه د انټرنيټ د بندېدو لامل نه دی روښانه کړی او نه یې د فعاله کېدو په اړه وضاحت ورکړی.

هغه وویل: «د انټرنېټ پرې کېدل پر اقتصادي ثبات، د خلکو، ښځو او نجونو د ناسم وضعیت، د بیان پر ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي پر حقونو ناوړه اغېزې درلودلې دي.»

نوموړي دا هم وویل، چې د انټرنېټ بندېدو د ملګرو ملتونو فعالیتونه هم ګډوډ کړي وو. هغه د افغانستان ختیځو زلزله‌ځپلو سیمو ته د ملګرو ملتونو او نورو خیریه موسسو د مرستو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د انټرنېټ بندېدو د هغوی مرستې ټکنۍ کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د سې شنبې په ورځ ویلي، دوی له خپلو مرستندویه کارکوونکو سره اړیکه له لاسه ورکړې وه.

د انټرنېټ له بندېدو سره ټولې صرافۍ، ګمرکونه، هوايي شرکتونه، صادرات او واردات او نور هغه کاروبارونه چې انټرنېټ ته اړتیا لري، وتړل شول.

نور خبرونه

رادیو