د کابل یو شمېر هټۍوال د انټرنېټ د نشتوالي له امله د غلاوو د زیاتېدو په اړه اندېښمن وو

۳ ساعتونه مخکې

د کابل یو شمېر هټۍوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د انټرنېټ د بندېدو له امله د خپل مال د غلا له وېرې اړ شول، چې شپه د خپلې هټۍ مخې ته یا په خپلو موټرو کې تېره کړي.

یوه هټۍوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي: «په هغه موده کې چې انټرنېټ او اړیکې په ټول هېواد کې بندې وې، موږ د نورو اندېښنو ترڅنګ د خپلو مالونو د غلا له ګواښ څخه هم سخت اندېښمن وو.»

د هغه په وینا، ډېر پلورونکي او هټۍوال په ځانګړي ډول د جامو هټۍوال چې اکثره یې خپلې هټۍ د وای‌فای له لارې کنټرولولې، اړ شول څو شپه په موټرو کې تېره کړي او خپل مال وساتي.

د موبایلونو یو پلورونکی وایي، چې یو شمېر هټۍوالو چې پخوا به یې موبایلونه په هټيو کې قفل کول، دا دوه ورځې د انټرنېټ له بندېدو سره اړ شول چې خپل وسایل کورونو ته یوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې په ښار کې زرګونه امنیتي کامرې نصب کړې دي. ځینې راپورونه وايي، چې د طالبانو امنیتي کسانو له هټۍوالو او د کورونو له مالکانو غوښتي وو، چې د جرمونو د مخنیوي لپاره دې امنیتي کامرې ولګوي.

خو د انټرنېټ له پرې کېدو سره دغه کامرې هم له کاره ولوېدې.

ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د انټرنېټ بندېدل د افغانستان پر اقتصادي ثبات منفي اغېز کړی دی.

د انټرنېټ له بندېدو سره ټولي صرافۍ، ګمرکونه، هوايي شرکتونه، واردات او صادرات او هغه کاروبارونه چې له انټرنېټ سره تړلي ول، وتړل شول.

طالبانو د دوشنبې په ورځ (د تلې ۷مه) په ټول هېواد کې د فایبر نوري انټرنېټ او مخابراتي شبکې پرې کړې. خو د خلکو تر منځ د پراخو نارضایتۍ او ان د طالبانو د ځینو غړو تر مخالفت وروسته، انټرنېټ تر نږدې ۵۰ ساعتونو بندېدو وروسته بېرته په تدریجي ډول فعال شو.

یوه طالب چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې انټرنېټ او مخابراتي شبکې د طالبانو د رییس‌الوزرا ملا حسن اخوند په امر بېرته فعالې شوې دي. دا اقدام د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له پرېکړې سره مخالفت بلل شوی، ځکه هغه انټرنېټ او سمارټ ټلیفونونه د فحشا د خپرېدو وسیله ګڼي.

د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته دولتي په ځانګړي ډول د اقتصاد اړوند ادارو کارونه ګډوډ شوي وو. یوه طالب چارواکي ویلي، هغه رسمي مکتوبونه چې په تېرو کلونو کې برېښنایي شوي وو، درېدلي دي او د بهرنیو چارو وزارت د ویزو ورکولو په څېر کونسلي فعالیتونه نه‌شي ترسره کولای.

د هغه په وینا: «هر څه فلج شوي وو. بې له انټرنېټه موږ ژوند نه‌ لرو.»

تر اوسه د طالبانو ویاندویانو د انټرنېټ د بندېدو او بیا فعالېدو په اړه هېڅ تبصره نه ده کړې.

نور خبرونه

رادیو