ډیپلوماټ ورځپاڼه: د ترکستان اسلامي غورځنګ جګړه‌ماران په افغانستان کې ځای پر ځای شوي

۳ ساعتونه مخکې

ډیپلوماټ ورځپاڼې په یوې خپره کړې مقاله کې ویلي، د ترکستان اسلامي ګوند چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په نوم هم پېژندل کېږي او د دغه ډلې مشر اوسمهال په افغانستان کې مېشت دی، د سیمې د امنیت لپاره د نوې اندېښنې په توګه راڅرګند شوی دی.

په مقاله کې د راپورونو پربنسټ راغلي، چې د سوریې په جګړو کې له ګډون وروسته د دغه ډلې یو شمېر جنګیالي افغانستان ته تللي او په ځانګړي ډول د پنجشېر په دره کې ځای پر ځای شوي دي.

په مقاله کې همدارنګه ویل شوي، د دغه ډلې مشر عبدالحق ترکستاني چې په افغانستان کې مېشت دی او له طالبانو، القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د منځنۍ اسیا له ګڼو وسله‌والو ډلو سره نږدې اړیکې لري، په خپل وروستي بیان کې ویلي: «چینایي کافران به ډېر ژر د هغه څه خوند واخلي چې د سوریې کفارو وڅکلو.»

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې د راپور له مخې، اوسمهال د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ۵۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې جنګیالي په افغانستان کې لري. که څه هم طالبان هڅه کوي پر دوی کلک کنټرول ولري، خو د سوریې په جګړه کې د تجربه‌کارو وسله‌والو راتګ کېدای شي دغه شمېر په چټکۍ سره ډېر کړي.

راپورونه زیاتوي، چې د یادې ډلې جنګیالي د منځنۍ اسیا څخه راغلو وسله‌والو سره یو ځای په بلخ، بدخشان، کندوز، کابل او بغلان ولایتونو کې د روزنې مرکزونه لري. طالبانو د دې ډلې جګړه‌ماران د داعش خراسان څانګې پر وړاندې هم کارولي دي. خو د اندېښنې وړ دا دی، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ناراضي غړي ښايي داعش خراسان ډلې ته ورګډ شي، ځکه چې داعش له اوږدې مودې راهیسې د ایغور جنګیالیو د جذبولو هڅې کوي.

د ایغور مسلمانان چې د چین د شین‌جیانګ اصلي اوسېدونکي دي، په ۲۰۱۲–۲۰۱۳ کلونو کې د ترکیې او سوېلي اسیا له لارې سوریې ته ورسېدل او د "تحریر الشام" ډلې تر چتر لاندې یې د بشارالاسد پر رژیم د یرغل په جګړو کې مهم رول لوبولی دی.

ویل کېږي، چې شاوخوا ۱۱۰۰ ایغوري جنګیالي د اسد د رژیم پر ضد جګړو کې وژل شوي دي.

ډیپلوماټ ورځپاڼه وایي، د ترکستان اسلامي غورځنګ جګړه‌ازمویل شوي او تجربه‌کار جنګیالي د سیمې لپاره د جدي امنیتي ګواښ په توګه مطرح دي، ځکه چې دا ډله د چین د "یو کمربند، یوه لار" پروژې او د مرکزي اسیا هېوادونه د احتمالي بریدونو لپاره په نښه کړي دي.

د سوریې د نوي حکومت په خبره، دوی د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ملاتړ نه کوي، خو د سیمې د کړکېچونو او کمزورې اقتصادي وضعیت له امله په عملي ډول د دې ډلې پر ضد د اقداماتو توان نه لري.

د ډیپلوماټ ورځپاڼې په وینا، کارپوهان وړاندیز کوي چې د دغې ډلې پر ضد د نړۍوالو بندیزونو او د "ترهګر سازمان" په نوم د بیا نومول کېدو له لارې کولای شي، د دې ډلې د فعالیتونو مخه ونیول شي. د شنونکو په وینا، دا کار به د چین او امریکا ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې همکاري هم پیاوړې کړي.

نور خبرونه

رادیو