د طالبانو د کابل ښاروال د پروژو پر کیفیت او څار ټینګار کړی

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له یو شمېر پروژو څخه د لېدنې پر مهال ویلي، چې دغه پروژې دې له معیارونو سره برابرې بشپړې شي. نوموړي زیاته کړې بې کیفیته کار د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دی او د سرغړونو په صورت کې قانوني چلند کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ د پنجشنبې په ورځ (د تلې لسمه) وویل، چې د کابل ښاروال له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ له یوه پله، له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک او د ګلباغ سړک د جوړولو له چارو او له یو شمېر نورو تر کار لاندې پروژو لیدنه او څارنه کړې ده.

د ښاروالۍ په وینا، مولوي عبدالرشید له بې کیفیته کار څخه د مخنیوي او د تخنیکي ستونزو د حل په برخه کې مسوولانو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

کابل ښاروال قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه کړې، چې د ټولو تخنیکي سندونو په پام کې نیولو سره دې پروژې په ټاکلي وخت بشپړې او له خپلو شته امکاناتو څخه دې په غوره توګه ګټه پورته کړي.

کابل ښاروالۍ وایي چې له پروژو څخه په دوامداره توګه د ښاروال د څار موخه دا ده چې، د ښار په کچه ټولې ټولګټې او زیربنايي پروژې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې شي.

نور خبرونه

رادیو