پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

په تورخم، اسلام کلا او سپین بولدک کې په زرګونو موټر بند پاتې دي

۲ ساعتونه مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په تورخم، اسلام کلا او سپین بولدک کې دواړو خواوو ته په زرګونو موټر د انټرنېټ د قطع کېدو او ګمرکونو د فلج کېدو له امله ولاړ پاتې دي. په تورخم کې تر دوه زرو ډېر او په اسلام کلا -دوغارون بندر کې ۱۸۲۷ موټر ولاړ دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر انټرنېټ د طالبانو د بندیز له امله د افغانستان په سوداګریزو بندرونو، تورخم، سپین بولدک، حیرتان او اسلام کلا کې په زرګونو موټر د ګمرکونو د فلج کېدو له امله ولاړ پاتې دي.

په تورخم کې یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تر دوو زرو ډېر د سوداګریزو توکو او لندې مېوې او سبزیو موټر ولاړ دي، چې د ګڼو موټرو توکي د ضایع کېدو په حال کې دي.

په ګمرکونو کې د انټرنېټ د نشتوالي له امله ددې موټرو د محصول چارې ځنډېدلې او بانکونه د هغوی پیسې نه شي پروسس کولای.

په اسلام کلا او د ایران په دوغارون کې هم رپوټونه وايي، چې ۱۸۲۷ موټر افغانستان او ایران ته د تګ په تمه ولاړ دي.

په اسلام کلا-دوغارون کې د انټرنېټ پرې کېدو له امله شاوخوا ۱۸۰۰ باروړونکي موټر ولاړ دي

د دوغارون بندر د ترمینل مدیر اسماعیل پور عابد رسنیو ته وویل، چې دغه موټر په دولتي او خصوصي درې لویو تم ځایونو کې درول شوي دي.

هغه زیاته کړه، « دغه صادراتي، ترانزیتي او یا خالي موټر د افغانستان د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته ولاړ دي. د افغانستان د انټرنېټ وضعیت او د موټرو د وتلو د ستونزې د څېړلو لپاره نن سهار د دواړو هېوادونو د مسوولو ادارو تر منځ پر سرحد مجلس شوی دی».

نوموړی وايي، چې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې که سبا د افغانستان انټرنېټ بېرته وصل شي او د موټرو وتل عادي حالت ته راستانه شي، د اوږدو کتارونو د کمولو په موخه به د جمعې په ورځ د دوغارون ټرمینل فعال پاتې شي خو که د پنجشنبې تر پایه وتل پیل نه شول، نو دا به تر راتلونکي شنبې پورې وځنډول شي.

په ورته وخت کې په سپین بولدک او حیرتان کې هم سوداګر په ګمرکونو کې له ورته ستونزو شکایت کوي او وايي، چې موټر د انټرنیټ د قطع کېدو او د ګمرکونو د فلج کېدو له امله ولاړ پاتې دي.

طالبانو له تېرې دوشنبې راهسې په ټول افغانستان کې انټرنیټي او مخابراتي خدمتونه قطع کړي دي او تر اوسه ددې ډلې ویندویانو روښانه دلیل نه دی ویلی، خو ویل کیږي، چې دا پرېکړه د دې ډلې د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د شفاهي حکم پر اساس شوې ده.

نور خبرونه

رادیو