په بن کې د افغان کونسلګرۍ شاوخوا خلک اندېښمن دي چې طالبان به یې ګاونډیان شي

۷ دقيقې مخکې

د جرمني په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ د کارکوونکو له ډله ییزې استعفا وروسته د خلکو اوږده کتارونه اوس نشته او شاوخوا ګاونډیان اندېښمن دي، چې ښايي طالبان یې ګاونډیان شي.

د بن پوليسو هڅې وکړې چې د کونسلګرۍ له کارکوونکو سره تماس ونيسي، خو ودانۍ تشه او تړلې پاتې ده.

د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ کارکوونکو او ددې کونسلګرۍ سرپرست کونسل د دوشنبې په ورځ له دې امله په ډله ییز ډول استعفا ورکړه، چې د جرمني د طالبانو دوه ډیپلوماټان منلي او یو ډیپلوماټ یې دې کونسلګرۍ ته ور پېژندل کیږي.

سرپرست کونسل حامد ننګیالي کبیري وویل، چې د جرمني ددغه تصمیم په غبرګون کې دوی ډله ییزه استعفا ور ور کړې او د ویانا د ۱۹۶۱ او ۳۱ کنوانسیونونو له مخې ټول وسایط، تجهیزات او منقولې او غیر منقولې شتمنۍ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته سپاري.

د جرمني ډي ډبلیو ډي ار ټلویزیون رپوټ ورکړی، چې په افغان کونسلګرۍ کې اوس هېڅوک نشته او ګاونډيان اندېښنه لري چې ښايي ډېر ژر طالبان د دې ودانۍ واک ترلاسه کړي.

د سیمې اوسېدونکو ته عجيبه ښکاري چې د کونسلګرۍ مخې ته اوږده کتارونه نور نه ليدل کېږي. د بن پوليسو هڅې وکړې چې د کونسلګرۍ له کارکوونکو سره تماس ونيسي، خو ودانۍ تشه او تړلې پاتې ده.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وايي، دوی غواړي افغان وګړي په جرمني کې لاهم د کونسلګرۍ له خدمتونو برخمن پاتې شي. خو ځينې اټکلونه دا دي چې ښايي حکومت غواړي له طالبانو سره اړيکې ټينګې کړي او د افغانستان پر لور د افغان پناه غوښتونکو د اخراج چارې ګړندۍ کړي.

د کونسلګرۍ ګاونډيان چې د کونسلګرۍ ودانۍ ته نږدې اوسي، اندېښنه لري چې ډېر ژر به طالبان د دوی نوي ګاونډيان شي.

له تېر اوړي راهيسې داسې رپوټونه خپاره شوي چې طالبان پلان لري د جرمني د بن کونسلګرۍ په لاس کې واخلي.

که څه هم د برلين حکومت تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو کارپوهان وايي ځينې ګامونه لکه افغانستان ته د اخراج لپاره تیاری، د دې نښې دي چې جرمنی د طالبانو پر لور ورنږدې کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر تېره اونۍ اعلان وکړ، چې دوی مخکې له طالبانو سره تخنیکي اړیکې ساتلې، خو اوس دوی غواړي کابل ته په روانه میاشت کې یو پلاوی واستوي او له دې ډلې سره د غیر قانوني افغان پناه غوښتونکو د ستنولو پر سر مستقیمې خبرې اترې وکړي.

نور خبرونه

رادیو