د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د یو شمېر مخابراتي شبکو انټرنېټي خدمات، نوري فایبر او ټیلیفوني مکالمې بېرته فعال شول.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په هرات، کندهار، جوزجان، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ او ټیلفوني خدمتونه بېرته عادي شوي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تر دې مهاله سلام او روشن انټرنیټي شبکې کار کوي، خو د ډېرو نورو شبکو فعالیت لا هم نه دی پیل شوی.