په افغانستان کې د انټرنېټ له بیا فعالېدو وروسته، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې د تورخم ګمرک بېرته له انټرنېټ سره وصل شوی او کار یې پیل کړی دی.
د انټرنېټ د څو ورځنۍ پرې کېدا پر مهال په دغه بندر کې ۲۰۰۰ بار وړونکي موټر درېدلي وو.
یاده دې وي چې تورخم، اسلام کلا، دوغارون او سپین بولدک بندرونه د انټرنېټ د پرې کېدو له امله فلج شوي وو، په دغه بندرونو کې په زرګونو بار وړونکي موټر بند پاتې وو.