د کندهار میرویس روغتون کې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله درې ماشومان په یوه کټ کې بسترېږي

۴ ساعتونه مخکې

فرانسوۍ رسنۍ «مډیا پارت» لیکلي، چې د کندهار میرویس روغتون د ماشومانو په څانګه کې ډېره ګڼه ګوڼه ده. د دغه څانګې د مشر په وینا؛ د روغتیایي اسانتیاوو د کموالي له امله درې ماشومان په یوه کټ کې بستر دي او ډېری بستر شوي ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د کندهار په میرویس روغتون کې د ماشومانو څانګې مشر هدایت‌الله حکیمي وايي، چې ډېری بستر شوي ماشومان له خوارځواکۍ ځورېږي؛ ځکه مېندو ته یې د بې‌وزلۍ له امله کافي خواړه نه رسېږي او دوی خپلو ماشومانو ته د شیدو ورکولو توان نه‌لري.

ښاغلي حکيمي ویلي، چې دغه روغتون یوازې ۱۷۹ بستره لري؛ حال دا چې هره ورځ تر ۳۰۰ ډېر ماشومان د درملنې لپاره مراجعه ورته کوي.

د نړۍوالو مرستو او په تېره بیا د امریکا د مرستو کمېدو له امله سلګونه روغتیایي مرکزونه تړل شوي او په فعاله مرکزونو کې روغتیايي کارکوونکي او درمل کم شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د افغانستان روغتیایي نظام د ړنګېدو په حال کې دی.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان د دفتر مشر ادوین سنیزا سالوادور په وینا؛ د دغه هېواد له څلورو تر پنځو زرو روغتیایي مرکزونو څخه یوازې ۱۰۶۸ یې د دوی او نورو مرستندویه ادارو له‌خوا تمویلېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې؛ تر دې مهاله ۴۲۲ روغتیایي مرکزونه د مالي سرچینو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

مرستندویه سازمانونه وايي، چې د بشري مرستو د سخت کمښت په پایله کې د مېلیونونه افغانانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ شوې او د بشري ناورین پېښېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو