په تاجکستان کې د افغانستان سفارت: د انټرنېټ پرې کول د طالبانو ډار او ناتواني ښيي

۳ ساعتونه مخکې

په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو له‌ خوا په افغانستان کې د انټرنېټ بندېدل یو تصادفي ګام نه دی، بلکې د یوې داسې ډلې وېره او ناتواني ښيي چې هېواد یې د ښځو د حقونو د نقض او سیاسي ناپوهۍ له لارې له نړۍ منزوي کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه اقدام د بیان پرازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي پر حق او د افغانستان پر نړیوالو اړیکو ښکاره برید دی. طالبان هڅه کوي چې ټولنه تر کنټرول لاندې راولي او د خلکو د اعتراض غږونه چوپ کړي، خو په اصل کې دا پرېکړه ښيي چې دوی د ولسي قیام او د خلکو له بیدارۍ وېرېږي.»

سفارت زیاته کړې چې د اړیکو پرې کېدل خلک نه شي منزوي کولای، بلکې د مدني مقاومت او ولسي غبرګونونو د پیاوړتیا لامل به شي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «تاریخ ښودلې هېڅ ځواک د معلوماتو د دروازو په تړلو نه دی توانېدلی چې د ملتونو اراده او مبارزه چوپ کړي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو په ټول افغانستان کې انټرنېټي خدمات بند کړي او تراوسه یې په دې اړه هیڅ ډول وضاحت نه دی ور کړی.

نور خبرونه

رادیو