د بښنې نړیوال سازمان پر انټرنېټ او مخابراتو د طالبانو بندیز زیانمنونکی ګام بللی او وايي، چې دغه ډله غواړي نړۍ په افغانستان کې د روانو سرغړونو له وضعیت نه بېخبره پاتې شي.
د دې ادارې د جنوبي اسیا سیمهییز مشرې، سمرتي سنګ، په یوه خبرپاڼه کې ویلي:
«په داسې حال کې چې افغانستان له څو اړخیزو بشري ناورینونو سره مخ دی او د نفوس نږدې نیمايي برخه یې زیانمنه شوې، د طالبانو د سرپرستې واکمنۍ لهخوا د انټرنېټ بندېدل یو بېپروا ګام دی چې د مرستو پر لېږد، روغتیایي خدمتونو او نورو اړتیاوو به ژور اغېز وکړي.»
هغې زیاته کړه: «اړیکې او د معلوماتو لاسرسی د بشري حقونو د خوندیتوب او ودې لپاره مهم وسایل دي، خو طالبان د معلوماتو په بهیر د خپل کلک کنټرول له لارې ډاډ ترلاسه کوي چې نړۍ د افغانستان د روانو سرغړونو له حاله بېخبره پاتې شي.»
سنګ پر دې ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو لپاره، چې له ابتدایه ښوونځي وروسته له زده کړو محرومې دي، انټرنېټ یوازینۍ د زدهکړې لار ده او د دې بندیز دوام نه شي توجیه کېدای.
هغې ویلي: «د انټرنېټ بشپړ بندېدل له نړیوالو بشري معیارونو ښکاره سرغړونه ده او طالبان باید ژر تر ژره د اړیکو عادي جریان بېرته راولي.»
طالبانو د ۲۰۲۵ د سپتمبر پر ۲۹مه د ټول هېواد په کچه انټرنېټي خدمات بند کړل او د «اخلاقي سرغړونو د مخنیوي» پلمه یې وړاندې کړه.
له دې پرېکړې سره د موبایل او فایبر دواړه خدمات تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي.
د انټرنېټ څارونکي سازمان «نیټبلاکس» د افغانستان په کچه د مخابراتي شبکو بشپړ سقوط تایید کړی او ویلي یې دي چې د بندیز پر لومړۍ ورځ د انټرنېټ فعالیت کچه تر ۱ سلنې کمه وه.