نصیب خان: د افغانستان کرېکټ باید له سیاست څخه جلا وساتل شي

۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان وايي، چې د افغانستان کرېکټ د سیاسې غچ اخېستنې ښکار شوی او باید له سیاسته جلا وساتل شي.

نوموړي که څه هم په دې اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړي؛ خو دا یې ویلي چې کرېکټ د ملتونو ترمنځ د وېش نه، بلکې د یووالي وسیله ده. هغه دغه څرګندونې د کرېکټ اسیایي شورا د مشرتابه په ناسته کې کړې دي.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، چې سیاسي لاس وهنې به یوازې د افغانستان نه؛ بلکې په اسیا کې هم کرېکټ له ننګونو سره مخ کړي.

د کرېکټ بورډ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نصیب خان د کرېکټ اسیايي شورا غړو هېوادونو ته په افغانستان کې د کرېکټ د لاسته راوړنو، شته ننګونو، موخو او راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

نور خبرونه

رادیو